د اسلامي امارت ځواکونو کندز کې د سېلابونو له سیمو لسګونه کسان وژغورل

خبرونه کورني خبرونه

په کندز ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ګڼ شمېر کسان په خپلو کورونو کې بند پاتې شوي وو، خو امنیتي ځواکونو د ژغورنې عملیاتو په ترسره کولو سره هغوی په خوندي ډول ایستلي دي.

 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کندز ښار په څلورمه او اتمه ناحیو کې د سختو سېلابونو له امله د خلکو کورونه تر اوبو لاندې شوي او یو شمېر اوسېدونکي په خپلو کورونو کې بند پاتې وو.

 

نوموړي زیاته کړې چې د کندز امنیه قوماندانۍ او استخباراتي مسوولینو په مستقیم ډول د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخیستې او ټول بند پاتې کسان یې روغ او جوړ له سیمو ایستلي دي.

 

د مجاهد په وینا، امنیتي ځواکونو د بېړنیو حالاتو پر مهال ژر غبرګون ښودلی او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره یې د امکاناتو په کارولو سره هڅې کړي دي.

 

ځايي سرچینې وايي چې سېلابونو د ښار په ځینو برخو کې مالي زیانونه هم اړولي، خو د انساني تلفاتو مخه نیول شوې ده.

 

د سیمې اوسېدونکي د ژغورنې له عملیاتو هرکلی کړی او د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام ستاینه یې کړې ده.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: