جمعیت علمای اسلام ګوند د پاکستان اوسنی حکومت او پارلمان په رسميت نه پېژني

خبرونه نړېوال خبرونه

د پاکستان په سند ایالت کې د جمعیت علمای اسلام ګوند عمومي منشي راشد محمود سومرو وايي، د دغه ګوند له نظره د پاکستان اوسنی حکومت او پارلمان مشروعیت نه لري او دوی یې په رسمیت نه‌ پېژني.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ په سند کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې جمعیت علمای اسلام د ملي ګټو، سولې او ثبات لپاره د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د هېواد په خیر وي، خو د اوسني سیاسي جوړښت قانوني حیثیت نه مني.

د هغه په وینا، په سند ایالت کې نا امنۍ، د نشه‌ يي توکو پېر او پلور، قاچاق، بېکاري او لوړې بیې د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی او د حکومت کمزوری مدیریت یې اصلي لامل دی.

راشد محمود سومرو همداراز ادعا کړې، چې په ځینو پولیسي موټرو کې د وسلو او نشه‌ يي توکو د لېږد پېښې لیدل شوي، چې د ده په خبره دا د حکومتي ادارو د ناکامۍ څرګند ثبوت دی.

نوموړي په تعلیمي نظام کې پر فساد، د ازموینو د پایلو پر ګډوډۍ او د ښځینه زده‌ کوونکو د ځورونې پر زیاتېدونکو پېښو هم اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ، چې مسوول چارواکي باید په دې اړه جدي او قانوني اقدام وکړي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: