تېر کال د ۵۲۲ زره راستنو شویو کډوالو سره د ۳ میلیارده افغانيو په ارزښت مرسته شوې

خبرونه کورني خبرونه ګټور خبرونه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۲۲ زره او ۵۴ راستنو شویو، بې‌ ځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو سره مرستې شوې دي.د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغو مرستو ټولیز ارزښت ۳ میلیارده، ۳۵۴ میلیونه، ۱۴ زره او ۴۰۶ افغانیو ته رسېږي. په دې مرستو کې نغدي پیسې، خوراکي او غیرخوراکي توکي، او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نور ځانګړي مواد شامل وو.خبرپاڼه زیاتوي، دا مرستې د اقتصادي ستونزو د کمولو، د راستنو شویو او بې‌ ځایه شویو کورنیو د ملاتړ، او د هغوی د ژوند د وضعیت د ښه کولو لپاره په ټول هېواد کې لګول شوې دي. وزارت وایي، له کورنیو او نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ هڅه کوي چې دا پروګرامونه نور هم پراخ کړي، څو د کډوالو بنسټیزې اړتیاوې په ښه توګه پوره شي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: