د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر محمود سیادت وایي، ایران چمتو دی چې د افغانستان کرنیز او مالدارۍ محصولات په تضمیني ډول وپېري او وارد یې کړي؛ هغه اقدام چې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه انډول رامنځته کړي او د افغانستان د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.نوموړي ویلي، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې ایران ته د افغانستان صادرات ۱۵۶ سلنه زیات شوي دي. د هغه په وینا، که د خصوصي سکټور، سوداګرو او د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ همغږي او همکاري لا پراخه شي، نو دا کچه به څو برابره لوړه شي.سیادت زیاته کړې، چې د افغانستان د کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ، پنبې، حبوباتو او غوښې پراخ ظرفیتونه کولی شي د کارموندنې د فرصتونو په رامنځته کولو، د کورني تولید په زیاتوالي او د غیر منظمې کډوالۍ په مخنیوي کې بنسټیز رول ولوبوي.نوموړي ټینګار کړی، چې د دوامدارو سوداګریزو اړیکو پراختیا نه یوازې د افغانستان اقتصادي وده چټکوي، بلکې د سیمې په کچه د اقتصادي ثبات لپاره هم مهمه ده.

ایران د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د تضمیني پېرلو اعلان وکړ
Total Views:
0