د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ازبکستان سره د درملو د سوداګرۍ کچه ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته د رسولو هدف خپل لومړیتوب بللی او د همدې موخې لپاره دواړو لورو په کابل کې د څو ورځنیو ناستو پر مهال د ګډو عملي ګامونو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.د اپرېل له څلورمې راهیسې د ازبکستان د درمل جوړونې د صنعت د پراختیا ادارې مشر عبدالله عزیزوف په مشرۍ پلاوي په کابل کې د اسلامي امارت له مسئولینو سره څو جلا غونډې وکړې. په دغو خبرو کې د درملو د توزیع غوره معیارونو، له لویو درمل وېشونکو شرکتونو سره د مستقیمو اړیکو، د معلوماتو د تبادلې او د ګډ تخنیکي کاري ټیم پر جوړېدو تمرکز شوی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو سوداګري ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته رسول د وزارت له مهمو اقتصادي لومړیتوبونو څخه دي. په ورته وخت کې د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت او د خوړو او درملو ادارې له مسئولینو سره هم د افغان متخصصینو د ظرفیت لوړولو، د درملو او طبي وسایلو د ارزونې د ښه کېدو او افغانستان ته د ازبکستاني درملو د چټک رسېدو پر لارو چارو خبرې شوې دي.په ناستو کې د ګډو تولیدي پروژو، د ازبکستاني درملو د صادراتو پر وړاندې د شته خنډونو او په افغانستان کې د لویو وېشنیزو مرکزونو د جوړېدو موضوعات هم شامل وو، څو د دواړو لورو سوداګریزې او روغتیايي اړتیاوې په ښه ډول پوره شي.

افغانستان او ازبکستان د درملو سوداګرۍ د ۵۰۰ میلیونه ډالرو هدف لپاره ګډ کاري ټیم جوړوي
Total Views:
0