اسلام کلا بندر کې د ۳۵۰ زره ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې

خبرونه کورني خبرونه

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د هرات ولایت د اسلام کلا بندر په ساحه کې یې یو کس له ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو سره نیولی، چې غوښتل یې یادې پیسې ایران ته قاچاق کړي.

 

د یاد وزارت په وینا، دغه کس د امنیتي ځواکونو له لوري د پلټنې پر مهال نیول شوی او ورسره موندل شوې نغدې پیسې هم ضبط شوې دي.

 

سرچینه زیاتوي، چې نیول شوی کس به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

 

اسلام کلا بندر د افغانستان او ایران ترمنځ له مهمو سوداګریزو لارو ګڼل کېږي، چې وخت ناوخت پکې د پیسو او توکو د قاچاق د مخنیوي عملیات هم ترسره کېږي.

 

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: