اردوغان: د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اوربند دوام لپاره د همکاري چمتوالی لرو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان اوربند د دوام او پیاوړتیا لپاره د هر ډول همکارۍ لپاره تیار دی. نوموړي دا څرګندونې د ترکمنستان د عشق‌اباد په نړیواله غونډه کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د لیدنې پر مهال وکړې. […]

بشپړه لیکنه

د پاکستان د څارکرې ادارې پخوانی مشر فیض حمید په ۱۴ کاله زندان محکوم شوی

د پاکستان پوځ نن پنجشنه اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید د سیاسي فعالیتونو او د دولتي محرمیت د قانون د ماتولو له امله، په ۱۴ کلونو بند او درنو جبري کارونو محکوم شوی دی. د هغه محاکمه په یوې پوځي محکمې کې ترسره شوې او دا بهیر ۱۵ […]

بشپړه لیکنه

د هند استازی: موږ د افغانستان د ثبات لپاره عملي ګامونه اخیستي دي

د ملګرو ملتونو په غونډه کې د هند استازي وویل چې هېواد یې له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړی پاتې شوی او د افغانانو په ملتیا یې د تلپاتې ثبات د رامنځته کولو هڅې کړي دي. هغه څرګنده کړه چې هند د افغانستان په اړه په مهمو نړیوالو فورمونو، لکه […]

بشپړه لیکنه

د روسیې استازی: لویدیځ هېوادونه دې له اسلامي امارت سره مثبت تعامل وکړي

د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې استازي له لوېدیځو هېوادونو غوښتنه کړې چې د سیمې د نورو هېوادونو په څېر دې له اسلامي امارت سره د مثبت او رغنده تعامل لاره خپله کړي. د هغه په وینا، د اسلامي امارت په اړه د وېرې خپرولو هلې ځلې بې ‌ګټې دي او باید د باور جوړونې […]

بشپړه لیکنه

علماء: له هېواد څخه دفاع جهاد دی

يو شمېر باوري سرچينو رسنيو ته تایید کړې چې د هېواد له زر څخه ډېرو علماو او مشایخو په کابل کې په یوې پراخې غونډه کې د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې مهمې پرېکړې کړې دي. غونډه کې پرېکړه وشوه چې د هېواد له حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام څخه دفاع فرض […]

بشپړه لیکنه

سرچینې: په تیرو اوو میاشتو کې له هرات څخه تر شل زیاتو هېوادونو ته د وچې میوې صادرات شوي

د هرات څخه ځایي سرچینې وایي، چې سږکال د لومړیو اوو میاشتو په ترڅ کې له دغه ولایت څخه تر شل ډېرو هېوادونو ته د وچې میوې صادرات شوي دي. د معلوماتو له مخې، د وچې مېوې د صادراتو دا کچه د تېر کال د همدې دورې په نسبت نږدې درې چنده لوړه شوې ده.

بشپړه لیکنه

سرچینې: له پاکستان سره د خبرو لپاره افغان پلاوي ریاض ته سفر کړی

د سرچینو د مالوماتو له مخې، د اسلامي امارت یو لوړپوړي پلاوي سعودي عربستان ته سفر کړی دی. د دغو سرچینو په وینا، انس حقاني، د داخله وزارت مرستیال رحمت‌ الله نجیب او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ریاض ته تللي دي. د معلوماتو له مخې، د پاکستان یو پلاوی هم په همدې […]

بشپړه لیکنه

یوناما: پاکستان دې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) د پاکستان د پوځي رژیم له خوا په پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې وروستیو هوايي بریدونو ته غبرګون ښودلی دی. یوناما دا بریدونه غندلي او له دغه هېواد څخه یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې نړیوالو […]

بشپړه لیکنه

پښتین: په افغان خاوره د پاکستاني رژیم وروستي بریدونه ترهګرېز عمل دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي، په پکتیکا، خوست او کونړ د پاکستان د پوځي رژیم وروستي بریدونه «ناانساني، نااسلامي او د نړیوالو قوانینو خلاف» دي. هغه وايي چې د ماشومانو او مېرمنو وژل، د بې‌ ګناه کډوالو ځورولو ته د ترهګرۍ ضد عملیات ویل سم نه دي، […]

بشپړه لیکنه

د پاکستان پوځ: په افغانستان د تیرې شپې برید موږ ندی ترسره کړی

د پاکستاني رسنیو په وینا، د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د دوشنبې شپې هوایي بریدونه په افغانستان کې دوی نه دي کړي او ویلي یې دي: «که موږ برید وکړو، مسئولیت به یې په ښکاره ومنو.» د پوځ ویاند احمد شریف چودري ټینګار کړی چې پاکستان هرکله کوم عملیات یا برید ترسره کړي، هغه […]

بشپړه لیکنه