خوشحال بابا

خوشحال خان بابا

يو هغه سړی احمق بللی بویهچې باور کا د غلیم په سوګندونوبل هغه سړی احمق بللی بویهچې پاړو شي، د لړمو، د مارونوبل هغه سړی احمق بللی بویهچې په سپینه ږیره خیال کاندي د جونوبل هغه سړی احمق بللی بویهچې د ښځو سره پاڅي په جنګونوبل هغه سړی احمق بللی بویهچې د خسر کره به […]

بشپړه لیکنه

د قزاقستان د بشري مرستو کڅوړه افغانستان ته راورسېده

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان د روغتیايي سکتور د ملاتړ په موخه د قزاقستان له لوري د بشري مرستو یو کڅوړه چې درمل او طبي وسایل پکې شامل دي، نن ماښام (پنجشنبه) افغانستان ته راورسېده. د خبرپاڼې له مخې، په دې مرستو کې پنځه ډوله درمل او بېلابېل توکي لکه […]

بشپړه لیکنه

پاکستان د ټرمپ حکومت ته د نېږدې کېدو لپاره ګران بیه تړونونه لاسلیک کړي

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه تازه راپور له مخې، اسلام‌ اباد د خپل سیمه‌ ییز سیال هند په وړاندې د اغېز زیاتولو لپاره په واشنګټن کې له لابيګرو شرکتونو سره د میلیونونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي. له دې کار څخه د پاکستان موخه د پاکستان نړیوال حیثیت لوړول، د تعرفو کمول […]

بشپړه لیکنه

د ایران ولسمشر: که ژر باران ونه شي خلک به د اوبو د کمښت له امله تهران پرېږدي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، هېواد یې بې‌ ساري ډول د اوبو د کمښت له بحران سره مخ دی. نوموړي ویلي، که ژر باران ونه شي ښایي د تهران ښار اوسېدونکي د اوبو د نشتون له امله دغه ښار پرېږدي. د هغه په وینا، د تېرو کلونو وچکالۍ، د باران د کموالي او د […]

بشپړه لیکنه

شهباز شریف: د کابل او نوي دیلي تودو اړیکو له امله پاکستان ناامنه شوی

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د اساسي قانون د اووه ‌ویشتم تعدیل له تصویب وروسته د دې هېواد په پارلمان کې په خپله وینا کې ویلي چې د افغانستان او هند اړیکې په پاکستان کې د بریدونو د زیاتوالي اصلي لامل دی. هغه تور لګولی چې کابل او […]

بشپړه لیکنه

غزني ښار کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه ټپیان شوي

نن ماخستن د غزني ښار البدر چوک سره د کابل-کندهار په سرک د دوو بار وړونکو موټرنو تر منځ ټکر شوی، چې له امله یې دوه تنه ټپیان شوي دي. د مسؤلینو له لورې ټپیان ملکي روغتون ته وړل شوي، چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

بشپړه لیکنه
پښتین: د جرګې له تالار څخه تر وتلو وروسته د غورځنګ استازي نادرکه شوي

پښتین: د جرګې له تالار څخه تر وتلو وروسته د غورځنګ استازي نادرکه شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي چې د مستعمیره پېښور په امن جرګه کې د غورځنګ استازو ته بې احترامي شوې او هغوی ته د وینا اجازه نه ده ورکړل شوې. پښتین زیاتوي چې د جرګې له تالار څخه تر وتلو وروسته د غورځنګ استازو ګرځنده ټیلیفونونه بند شوي او له هغوی […]

بشپړه لیکنه
په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۳۵ مټریک ټنه انتقالات شوي

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۳۵ مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وایي، چې په تېره اوونۍ کې، د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم له ۹مې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۳۵ زره او ۴۸۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ۹۷ زره  او ۳۹۶ ټنه، د ا قینې […]

بشپړه لیکنه

عزیزي: له تضمین پرته پاکستان سره سوداګري نه کوو

د صنعت او سوداګرۍ وزیر مولوي نورالدین عزیزي ویلي دي چې افغانستان به له پاکستان سره تر هغه د سوداګرۍ په اړه هېڅ ډول هوکړه ونه کړي، څو پورې چې اسلام‌ اباد د سوداګریزو لارو د خلاصون په اړه بشپړ او عملي تضمین ورنه کړي. عزیزي دا څرګندونې نن (چهارشنبه) د سوداګرو او صنعتکارانو سره […]

بشپړه لیکنه

افغان حکومت له پاکستان سره ټولې سوداګرېزې اړېکې پای ته ورسولې

د رياست الوزراء د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، ویلي چې د اسلامي امارت حکومت پرېکړه کړې ده چې له دې وروسته به له پاکستان سره اقتصادي راکړه ورکړه نه کوي. ملا برادر دا څرګندونې نن په یو خبري کنفرانس کې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دې پرېکړې له مخې، ټول افغان سوداګر […]

بشپړه لیکنه