په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسینو درې ورځنی کمپاین پېل شو

د پولیو بېړني مرکز اعلان کړی، چې نن دوشنبه د لېندۍ په ۲۴مه د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد درې ورځنی د واکسین کمپاین پیلېږي. یاد مرکز له کورنیو غوښتي، چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکړي، څو له دې ناروغۍ خوندي پاتې شي.

بشپړه لیکنه

مطیع‌ الله ویسا ته د فساد پر ضد مبارزې او زده کړو په برخه کې نړۍ واله جایزه ورکړل شوه

نن پر نړۍ وال سټېج د قطر د امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني له‌ خوا د افغانستان ځوان او وتلی مدني فعال مطیع‌ الله ویسا ته د فساد پر وړاندې د مبارزې او زده کړو په برخه کې نړۍ واله جایزه ورکړل شوه.ید دې جایزې ورکړه د افغان ولس د وجدان، رښتینولۍ او […]

بشپړه لیکنه

د اسرايلو سره د پاکستان خواخوږي؛شهباز شریف په اسټرالیا کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو برید وغانده

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسټرالیا د سیډني ښار په بونډيي ساحل کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو شوی برید په کلکو ټکو غندلی او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.نوموړي پر خپله اېکس‌ پاڼه لیکلي، چې پاکستان په دې سخت وخت کې د اسټرالیا […]

بشپړه لیکنه

بقايي: د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ په تهران هم اغېز لري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن په تهران کې یوې خبري ناستې ته وویل، ایران له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري، نو د دغو دوو هېوادونو ترمنځ هر ډول کړکېچ پر ایران هم اغېز کوي. هغه زیاته کړه، په ایران کې به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې […]

بشپړه لیکنه

د عامې روغتیا وزیر: د افغانستان د درملو بازار په یوه هېواد تکیه نه کوي

د عامې روغتیا وزیر نورالله جلال ویلي، چې د افغانستان د درملو بازار پر یوه هېواد تکیه نه کوي او د درملو په برخه کې د شته ستونزو د حل او د باکیفیته درملو د برابرولو لپاره پر بدیلو لارو کار روان دی. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د درملو د اتحادیې، […]

بشپړه لیکنه

د چارو ادارې ریس: د نفت او ګازو په نوم خپلواکه اداره رامنځته شوه

د چارو ادارې رییس نورالحق انور ویلي، چې د کابینې او د ریاست‌ الوزرا په غوښتنه او د مشرتابه د حکم له مخې، د نفت او ګازو په نوم یوه نوې خپلواکه اداره جوړه شوه. نوموړي پر اېکس لیکلي، چې د دې ادارې له منظورېدو وروسته اداري کمېسیون ته لارښوونه شوې، څو له بېلابېلو وزارتونو […]

بشپړه لیکنه

اردوغان: د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اوربند دوام لپاره د همکاري چمتوالی لرو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان اوربند د دوام او پیاوړتیا لپاره د هر ډول همکارۍ لپاره تیار دی. نوموړي دا څرګندونې د ترکمنستان د عشق‌اباد په نړیواله غونډه کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د لیدنې پر مهال وکړې. […]

بشپړه لیکنه

د پاکستان د څارکرې ادارې پخوانی مشر فیض حمید په ۱۴ کاله زندان محکوم شوی

د پاکستان پوځ نن پنجشنه اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید د سیاسي فعالیتونو او د دولتي محرمیت د قانون د ماتولو له امله، په ۱۴ کلونو بند او درنو جبري کارونو محکوم شوی دی. د هغه محاکمه په یوې پوځي محکمې کې ترسره شوې او دا بهیر ۱۵ […]

بشپړه لیکنه

د هند استازی: موږ د افغانستان د ثبات لپاره عملي ګامونه اخیستي دي

د ملګرو ملتونو په غونډه کې د هند استازي وویل چې هېواد یې له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړی پاتې شوی او د افغانانو په ملتیا یې د تلپاتې ثبات د رامنځته کولو هڅې کړي دي. هغه څرګنده کړه چې هند د افغانستان په اړه په مهمو نړیوالو فورمونو، لکه […]

بشپړه لیکنه

د روسیې استازی: لویدیځ هېوادونه دې له اسلامي امارت سره مثبت تعامل وکړي

د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې استازي له لوېدیځو هېوادونو غوښتنه کړې چې د سیمې د نورو هېوادونو په څېر دې له اسلامي امارت سره د مثبت او رغنده تعامل لاره خپله کړي. د هغه په وینا، د اسلامي امارت په اړه د وېرې خپرولو هلې ځلې بې ‌ګټې دي او باید د باور جوړونې […]

بشپړه لیکنه