د هند استازی: موږ د افغانستان د ثبات لپاره عملي ګامونه اخیستي دي

خبرونه

د ملګرو ملتونو په غونډه کې د هند استازي وویل چې هېواد یې له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړی پاتې شوی او د افغانانو په ملتیا یې د تلپاتې ثبات د رامنځته کولو هڅې کړي دي.

هغه څرګنده کړه چې هند د افغانستان په اړه په مهمو نړیوالو فورمونو، لکه د دوحې پروسه او بېلابېلو ډېپلوماټیکو فارمټونو کې فعاله رول لوبولی او دا مشارکت باید د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره روان وساتل شي.

د هند د استازي په وینا، د افغانستان د ظرفیت لوړول د دوی د تګلارې یو اساسي لومړیتوب دی، او هېواد یې په افغانستان کې له ۱۵۰۰ څخه ډېرې پراختیايي پروژې تمویلې کړې دي. هغه د افغانانو د زده‌کړو، سفرونو او مسلکي مهارتونو د لوړولو پروګرامونه د هند د ملاتړ مهمې بېلګې وبللې.

نوموړي د روغتیايي همکارۍ په اړه وویل چې هند د افغانستان لپاره د تلیسمیا د تشخیص سیسټم جوړ کړی، د اندراګاندي روغتون د حرارتي کنټرول بشپړ سیستم یې بیارغولی او د بېړنیو خدماتو لپاره یې شل امبولانسونه ورکړي دي.

هند د وروستیو زلزلو پر مهال هغه لومړني هېوادونو کې و چې اغېزمنو سیمو ته یې بشري مرستې ورسولې او د زیانمنو شویو سیمو په بیارغونه کې یې هم مرسته کړې ده.

هند په ۲۰۲۵ کال کې د دوه نیم میلیونو افغان کډوالو د احتمالي بېرته ستنېدو موضوع «ستر بشري بحران» وباله او د نړیوالې ټولنې د ګډو هڅو غوښتنه یې وکړه.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: