اصف: ښايي تر روژې وړاندي په افغانستان کې د خپلو مخالفانو په وړاندي اقدام وکړو

پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې هېواد یې ښایي د روژې له پیل مخکې په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې اقدام وکړي. هغه ټینګار کړی، چې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې ځنډ د منلو نه دی او که د ډیورنډ کرښې بل اړخ اقدام ونه کړي، مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.خواجه […]

بشپړه لیکنه

د امريکا يوې محکمې امر کړی چې د افغان ايس ای وي قضيو ارزونه دي بيرته پيل شي

د کډوالو سره د مرستې نړۍ وال سازمان اعلان کړی، چې د امریکا یوې فدرالي محکمې د ټرمپ ادارې ته امر کړی، څو د افغان کډوالو د ځانګړې کډوالۍ SIV ویزو د غوښتنلیکونو ارزونه بېرته پیل کړي.د واشنګټن ډي‌ سي د کولمبیا حوزې قاضي تانیا چاټکان په خپله پرېکړه کې ویلي، چې د نامعلومې مودې […]

بشپړه لیکنه

اېلان ماسک: پر سپوږمۍ د ځان‌ بسیا ښار جوړولو لپاره لس کلن پلان لرو

امریکایي مېلیارډر او د سپېس‌ ایکس شرکت مشر اېلان ماسک ویلي، چې د هغه شرکت خپل تمرکز له مريخ څخه سپوږمۍ ته اړولی او اوس هڅه کوي، چې د راتلونکو لسو کلونو په موده کې پر سپوږمۍ یو ځان‌ بسیا کېدونکی ښار جوړ کړي.ماسک پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د سپوږمۍ پر مخ د […]

بشپړه لیکنه

قیصر: له افغانستان سره د فشار پر ځای ډیپلوماسي د ستونزو د حل یوازینۍ لار ده

د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني مشر او د تحریک انصاف مخکښ غړي اسد قیصر پر مرکزي حکومت غږ کړی، چې له افغانستان سره د شته ستونزو او تحفظاتو د حل لپاره دې د فشار سیاست پرېږدي او د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي.اسد قیصر ویلي، که ایران او امریکا کولای شي په […]

بشپړه لیکنه

پښتین: په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان پوځ د پښتنو په سیمو کې له ۳۰۰ ډېر بریدونه کړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین، نن په یوه ويډیويي پیغام کې ادعا کړې، چې د ۲۰۲۵ کال په جریان کې د پاکستان پوځي رژیم د پښتنو په مېشتو سیمو کې له ۳۰۰ ډېر بریدونه ترسره کړي، چې پایله کې یې یوازې ښځې، ماشومان او سپین‌ ږیري وژل شوي دي.پښتین ویلي، چې د […]

بشپړه لیکنه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۱۰ زره کانتینرونو بندیدو له امله میلیونونه ډالر زیان

د پاکستان او افغانستان سوداګرۍ او صنایعو ګډی ادارې له دواړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د ۱۰ زره بندو کانتینرونو د یو ځل خوشې کېدو اجازه ورکړل شي.پاکستاني رسنۍ وايي، دا کانتینرونه د تجارت د بندېدو له امله له ۱۰۰ ورځو زیات په سرحدي لارو کې بند پاتې دي.د ادارې په وینا، د دواړو هېوادونو […]

بشپړه لیکنه

پاکستاني چارواکي: اسلام اباد او بیجینګ پريکړه کړې چې سي پيک پروژه افغانستان ته وغځوي

د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ د ترینګلو اړیکو تر سیوري لاندې، پاکستان او چین پرېکړه کړې چې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز سي‌ پیک پروژه افغانستان ته هم وغځوي، په داسې حال کې چې چین د دواړو هېوادونو ترمنځ د خرابو اړیکو د بېرته رغولو هڅې پیل کړې دي.د پاکستان جیونیوز د راپور […]

بشپړه لیکنه

د اسلام‌ آباد محکمې د خیبرپښتونخوا د وزیر اعلی د نیولو امر صادر کړ

د اسلام‌ آباد یوې محکمې د خیبرپښتونخوا د وزیر اعلی سهیل اپریدي د نیولو او محکمې ته د کش کولو امر صادر کړی دی.د محکمې د معلوماتو له مخې، سهیل اپریدي د پاکستان پر دولتي ادارو د ناسمو کړنو او تېروتنو تورونه لګولي، چې له امله یې د قانون له مخې د محاکمې وړ ګرځول […]

بشپړه لیکنه

سهيل افريدي: د پښتونخوا د ټولو قومونو ستره جرګه د یکشنبې په ورځ را بلل کېږي

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي اعلان کړی، چې د خیبر ټولو مېشتو قومونو ستره جرګه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د جمرود فوټبال لوبغالي کې ترسره شي.نوموړي د تیراه د امنیتي وضعیت په اړه ویلي، چې د عمران خان د حکومت له ړنګېدو وروسته وسله‌ وال یو ځل بیا سیمې ته ستانه شوي […]

بشپړه لیکنه

عاصم منیر: په غزه کې پر اسرايلي پوځ د فلسطينيانو تاوتریخوالی نور د منلو وړ ندی

د پاکستان د پوځ مشر، فيلډ مارشال عاصم منیر، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په فلسطین کې د اسراییلي پوځیانو په وړاندي د فلسطينيانو روان تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی او پر وړاندې یې چوپ پاتې کېدل سمه لاره نه ده. نوموړي د دیني علماوو یوې غونډې ته د وینا پر مهال […]

بشپړه لیکنه