حزب الله د لبنان په سوېل کې پر اسرائيلو تازه ډرون بريدونه کړي دي

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

د لبنان په سوېل کې د تازه ترینګلتیاوو په دوام، حزب‌ الله ډلې اعلان کړی چې پر اسرایيلي ځواکونو یې د بې‌ پيلوټه الوتکې بریدونه ترسره کړی دی.

 

د دغې ډلې په وینا، دا برید د القنطره په ښارګوټي کې د شپې شاوخوا ۱۱:۴۵ بجې شوی او ټاکل شوی هدف یې په دقیق ډول په نښه کړی دی.

 

حزب‌ الله وايي، دا اقدام یې د اسراییلو له لوري د اوربند د نقض او د لبنان په سوېلي سیمو کې پر مېشتو کلیو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې کړی دی.

 

د ډلې د ادعا له مخې، د اسراییلي ځواکونو په وروستیو بریدونو کې ملکي وګړو ته هم مرګ‌ ژوبله اوښتې ده، چې دا کار یې د ځوابي اقدام اصلي لامل بللی دی.

 

خو تر اوسه د اسراییل پوځ د دې پېښې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او خپل دریځ یې نه دی څرګند کړی.

 

په همدې حال کې، سیمه‌ ییزې سرچینې وايي چې د لبنان سوېل کې امنیتي وضعیت لا هم نازک دی او د دواړو لورو ترمنځ د شخړو د پراخېدو اندېښنې موجودې دي.

 

د سرحدي سیمو اوسېدونکي هم له دوامدارو نښتو او ناامنۍ شکایت کوي او وایي چې د تاوتریخوالي زیاتېدو د دوی ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: