۳۸ ورځې کیږي چې اسرائيلو الاقصی جومات ته د مسلمانانو پر ورتګ بندیز لګولی دی

خبرونه راپورونه نړېوال خبرونه

د اته دېرشمې پرله‌ پسې ورځې لپاره اسراییلي ځواکونو الاقصی جومات ته د لمونځ کوونکو د ننوتلو مخه نیولې او د جماعت لمونځ ترسره کېدل پکې ناشوني شوي دي.د قدس ښار په شاوخوا کې د تلاشي پوستو زیاتوالی او د اسراییلي ځواکونو پراخ حضور د فلسطینیانو تګ راتګ سخت محدود کړی، چې له امله یې یوازې د ښار اوسېدونکي ځینو برخو ته د ننوتلو اجازه لري.د راپورونو له مخې، د تېرې فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې اسراییل له ایران سره د کړکېچونو له امله د رامنځته شوي امنیتي وضعیت په پلمه د الاقصی جومات دروازې تړلې او لمونځ کوونکو ته یې د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې.اسراییلي ځواکونو د قدس ښار، په ځانګړي ډول د زاړه ښار، پر بېلابېلو برخو خپل کنټرول زیات کړی او ګڼې تلاشي پوستې یې جوړې کړې دي. دغو محدودیتونو د ښار هغو سیمو ته هم د غیر اوسېدونکو پر تګ راتګ بندیز لګولی چې مخکې ورته لاسرسی اسانه و.ځايي سرچینې وایي، له هغه وخته چې قدس اشغال شوی، دا ډول سخت محدودیتونه بې‌ ساري بلل کېږي او د خلکو مذهبي ازادۍ یې له جدي خنډ سره مخ کړې دي.فلسطیني ډلو او بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د الاقصی جومات پر وړاندې دا روان محدودیتونه ښايي په سیمه کې تاوتریخوالی نور هم زیات کړي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: