د هرات ولايت ۲۰۷ الفاروق قول اردو خبر ورکړی، چې تېره اونۍ یې د یو لړ امنیتي عملیاتو پر مهال ۷۸۰ کسان نیولي دي، چې هڅه یې کوله په ناقانونه توګه د افغانستان له پولې ایران ته واوړي.
د یاد قول اردو په وینا، دغه کسان د پولې په اوږدو کې د پوله ساتو ځواکونو له خوا نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
۲۰۷ الفاروق قول اردو په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا بېلابېل عملیات د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په موخه ترسره شوي، خو د نیول شویو کسانو د سیمو او هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
امنیتي مسوولین وایي، دا اقدام د پولو د کنټرول د پیاوړتیا، د انساني قاچاق د مخنیوي او د ایران سره پر پوله د امنیت د زیاتوالي په چوکاټ کې ترسره شوی دی.
د دوی په وینا نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته، د قانوني مراحلو د بشپړولو لپاره اړوندو مراجعو ته سپارل شوي دي.
