د مستعمیره پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پوځیانو پر یو بس چاودنه شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په پېښه کې ۱۴ سرتېري ټپیان شوي چې د درېیو روغتیايي وضعیت نازک بلل کېږي.
تر دې دمه هېڅ وسله والې ډلې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
یاده چاودنه په داسې وخت کې شوې چې پرون په بنو او واڼه کې هم د پاکستاني پوځ پر مرکز او پر پوځي کالج وسله وال بریدونه ترسره شوي وو.
Total Views:
1
