ټرمپ: که ايران اټومي وسله ولري نو د اسراییل، اروپا او امریکا پر ضد به يې وکاروي

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران ته د اټومي وسلې ورکول به نړۍ له جدي ګواښ سره مخ کړي.

 

نوموړي ټینګار کړی، که تهران اټومي وسله ترلاسه کړي، ښايي د اسراییل، منځني ختیځ، اروپا او وروسته د امریکا پر ضد یې وکاروي.

 

ټرمپ د جمعې په شپه وویل، چې امریکا د ایران د اټومي او پوځي وړتیاوو د له منځه وړلو لپاره پراخ اقدامات کړي او د توغندیو د تولید شاوخوا ۸۵ سلنه ظرفیت یې له منځه وړی دی.

 

د هغه په وینا، د ایران د ډرون جوړونې ګڼې فابریکې هم له کاره لوېدلې، خو تهران لا هم د توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو محدود ظرفیت لري.

 

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، چې اوس مهال په ایران کې له بې‌ رحمو خلکو سره مخ دی او د دغه هېواد د رهبرۍ وضعیت ګډوډ شوی دی.

 

هغه وویل، واشنګټن نه پوهېږي چې له چا سره خبرې وکړي، ځکه د ایران مشران بدل شوي او اړیکې یې نامنظمې دي.

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: