د هند مشهور دیني عالم مفتي سلمان احمد ندوي د افغانستان ا.ا او د پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ روانو نښتو ته په غبرګون کې د پاکستان اوسنی حکومت ناجایز بللی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې صادرېدونکي امرونه د خلکو نه، بلکې د بهرنیو لوریو استازولي کوي.نوموړي په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې په پاکستان کې اوسني امرونه د ډانلډ ټرمپ امرونه دي، او زیاته کړې یې ده چې دا حالت د اسلامي اصولو او ملي خپلواکۍ خلاف دی.مفتي ندوي د افغانستان ا.ا د کړنو په اړه ویلي، چې په هېواد کې يې مخدره توکي له منځه وړي او امنیت یې تأمین کړی دی. هغه دا وضعیت د اسلامي نظام د تطبیق پایله بللې او څرګنده کړې یې ده چې د افغانستان اوسنی حاکمیت د حق لاره تعقیبوي.نوموړي همداراز د پاکستان پر مخکښو دیني علماوو غږ کړی، چې افغانستان ته هجرت وکړي. هغه په ځانګړې توګه د مولانا تقي عثماني او مولانا فضل الرحمن نومونه یاد کړي او ویلي یې دي چې باید د حق ملاتړ ته عملي ګام واخلي.مفتي سلمان احمد ندوي روانه جګړه د باطل پر وړاندې د حق جګړه بللې او ټینګار یې کړی چې مسلمانان باید په داسې حالاتو کې د اسلامي اصولو او ارزښتونو پر بنسټ دریځ ونیسي.
مفتي ندوي: پاکستان په سيمه کې ناجايز هېواد، او د اسرايلو غلام دی
Total Views:
0