د افغانستان اسلامي امارت د وياند مرستيال حمدالله فطرت، د هېواد د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې ته د آسيايي ځوانانو د سياليو د اتلولۍ د ترلاسه کولو مبارکي ويلي ده.
نوموړي ويلي، دا لاسته راوړنه د افغانستان د ځوان نسل د وړتيا، زړورتيا او هڅو څرګندونه کوي او دې اتلولي ثابته کړه چې د افغانستان ورزشکاران کولاي شي په نړيواله کچه د وياړ ځاي خپل کړي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د بحرين په کوربتوب د آسيا د ځوانانو د فوټسال په درېيم پړاو سياليو کې د ايران پياوړې لوبډله د ۲ پر ۱ پايلې سره ماته کړه.
د دغې بريا په ترلاسه کولو سره، افغان لوبډله وتوانېده چې د لومړي ځل لپاره د دغو سياليو اتلولي خپله کړي او د هېواد نوم د سيمې په کچه وځلوي.
Total Views:
0
