ټرمپ: ايران ته يو نوی فرصت ورکړل شوی، که بدل نشې جګړه به د امریکا په ګټه پای ته ورسېږي

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران اوس یو نوی فرصت لري چې د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې خپل ګواښونه پای ته ورسوي.ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپرې شوې، ټینګار کړی، چې ایران اوس یو بل فرصت لري چې د امریکا او متحدینو پر وړاندې خپل ګواښونه پای ته ورسوي؛ نوموړي ويلې، هیله لرو چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي؛ په هر حالت کې، امریکا او ټوله نړۍ به ژر ډېر خوندي او باثباته ځای ته بدلېږي.نوموړي په خپلو خبرو کې ایران ته په ښکاره ډول د خپل سیاست د بدلولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې که دا فرصت ونه کارول شي، د نړیوال امنیت وضعیت به د امریکا او متحدینو په ګټه بدلون ومومي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: