هند او متحده عربي اماراتو د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت د مایع ګاز تړون لاسلیک کړ

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

هند له متحده عربي اماراتو سره د نږدې درې میلیارده ډالرو په ارزښت د طبیعي مایع ګاز LNG د پېرلو تړون لاسلیک کړی دی.هندي رسنیو راپور ورکړی، چې دغه تړون نوي ډیلي ته د متحده عربي اماراتو د دولت د رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان د رسمي سفر پر مهال او د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د لیدنې په ترڅ کې لاسلیک شوی دی.د راپور له مخې، د تړون له شرایطو سره سم به د متحده عربي اماراتو دولتي شرکت ادنوک ګاز د لسو کلونو لپاره هر کال شاوخوا ۰.۵ میلیونه ټنه مایع طبیعي ګاز د هندوستان پټرولیم شرکت ته برابروي.چارواکي وایي، دغه تړون به د هند د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کېدو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ستراتیژیکې اړیکې لا پیاوړې کړي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: