افغانستان د برېښنا په برخو کې د تاجک پانګه‌ والو د پانګونې لپاره چمتووالی اعلان کړ

خبرونه راپورونه کورني خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس، عبدالحق همکار، د تاجکستان د یوه پانګه‌ وال شرکت له مسؤل سره د برېښنا اړوند پروژو او پانګونې په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان برېښنا شرکت په اعلامیه کې ویلي، یادو پانګوالو د نوې برېښنا تولید او د برېښنا وېش تاسیساتو د جوړونې په برخو کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړې.

په دې کتنه کې د برېښنا شرکت اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار پانګه‌ والو ته ډاډ ورکړی چې شرکت به د ټولو اړوندو پروژو د پلي کېدو په برخه کې بشپړ ملاتړ وکړي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: