اردوغان د کابل او اسلام اباد تر منځ د اوربند په دوام ټینګار وکړ

خبرونه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په کتنه کې د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ د اوربند پر دوام او اهميت ټینګار کړی دی.

د ترکیې حکومت د اطلاعاتو دفتر په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، اردوغان هیله څرګنده کړې چې د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ د استانبول روان مذاکرات به د دواړو هېوادونو ترمنځ دایمي ثبات او متقابل درک ته زمینه برابره کړي.

اردوغان همداراز ویلي چې انقره به د دغو مذاکراتو د بریا لپاره خپلې هڅې او ملاتړ ته دوام ورکړي.

رجب طیب اردوغان او شهباز شریف د اذربایجان د بریا ورځې د نمانځغونډې په مناسبت باکو ته تللي، چیرې چې د ګڼو هېوادونو مشران او استازي هم ګډون لري.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: