د رویټرز خبري اژانس د امریکا د حکومت د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې واشنګټن به د ایران سره د احتمالي هوکړې له مخې د غني شویو یورانیمو د ترلاسه کولو حق ولري.
دغه چارواکي ویلي چې د ایران سره دغه توافق کولی شي د هرمز تنګي د بیا پرانیستې لامل شي او د امریکا مهم ستراتیژیک اهداف تر یوه حده پوره کړي، په داسې ډول چې په سیمه کې اوږدمهاله سوله رامنځته شې.
د راپور له مخې، واشنګټن تمه لري چې د هوکړې لاسلیک په راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي، او د مسودې له مخې د امریکا بندیزونه به په تدریجي ډول لرې شي او د ایران اټومي پروګرام به محدود یا منحل شي.
همدارنګه ویل شوي چې ایران به د هوکړې د لاسلیک په بدل کې مستقیم مالي امتیاز ترلاسه نه کړي، خو که عملي یې کړي نو اقتصادي ګټې به ترلاسه کړي او د بندیزونو په کمېدو سره به د پرمختګ زمینه ورته برابره شي.
په راپور کې دا هم راغلي چې د ایران د فعالیت د ښه والي سره به اقتصادي امتیازات زیات شي، او د اټومي موادو د له منځه وړلو او مدیریت په اړه هم موافقه شوې ده.
دغه امریکایي چارواکي زیاته کړې چې د سیمه ییزې سولې د پراخ چوکاټ په اړه تمه لري چې اسرائیل هم په راتلونکي کې له دغه بهیر سره یوځای شي.
