په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا-اسراييل جګړه يوې سختې مرحلې ته داخله شوې

خبرونه راپورونه نړۍ نړېوال خبرونه

د راپورونو له مخې، په وروستیو بریدونو کې امریکایي او اسرائیلي جنګي الوتکو او ګڼ شمېر ډرونونو ته يې د ايران په فضا کې زیان اوښتې او ځینې یې نسکور شوي دي؛ خو د ایران پر بېلابېلو ښارونو درانه بمبارونه شوي دي.بلخوا، امریکا او اسرائیلو د ایران د نطنز اټومي تاسیسات په نښه کړي، خو ویل کېږي چې دا ځای تر برید مخکې تخلیه شوی و؛ په ځواب کې، ایران د اسرائیلو د دیمونا اټومي مرکز پر لور توغندیز برید کړی، چې د اسرائیلو له مهمو حساسو تاسیساتو څخه ګڼل کېږي.راپورونه زیاتوي، چې په سیمه کې د تاوتریخوالي لمن نورو هېوادونو ته هم غځېدلې، او کویټ، متحده عربي امارات، قطر او بحرین هم د بریدونو شاهدان دي، په عراق او د هند په سمندر کې د امریکایي اډو پر ضد هم توغندیز او ډرون بریدونه شوي دي.سربېره پر دې، د حزب الله له لوري د اسرائیلو پر یو شمېر ښارونو د توغندیو بریدونو راپورونه ورکړل شوي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: