اکسيوس: امریکا او ایران د اوربند لپاره سخت شرطونه ټاکلي

خبرونه راپورونه نړۍ نړېوال خبرونه

د اکسيوس د راپور له مخې، د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د احتمالي سولې خبرو لپاره لومړني تماسونه شوي، خو دواړو خواوو د اوربند لپاره سخت شرطونه وړاندې کړي دي.د راپور پر بنسټ، د ډونالد ټرمپ حکومت د ایران پر وړاندې د راتلونکو ګامونو ارزونه پیل کړې او تمه ده چې شخړه به دوه تر درې اونیو پورې دوام وکړي. همداراز، جرد کوشنر او سټیف ویتکاف په اړوندو ډیپلوماتیکو هڅو کې ښکېل دي.سرچینې وایي، مستقیم تماس نه دی شوی، خو مصر، قطر او بریتانیا د دواړو ترمنځ منځګړیتوب کوي. ایران د خبرو لېوالتیا ښودلې، خو د اوربند تضمین او تاوان ورکولو شرطونه لري.بلخوا، واشنګټن له تهران څخه د توغندیو پروګرام درول، د یورانیمو غني کول صفر ته رسول، د مهمو اټومي تاسیساتو تړل او د نیابتي ډلو ملاتړ بندول غواړي.د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې له کلونو راهیسې ترینګلې دي، او د اټومي پروګرام او سیمه‌ ییز نفوذ پر سر اختلافونه د شخړو اصلي لاملونه بلل کېږي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: