د تيري شپې ايراني توغول شویو توغندیو د اسرايلو ځيني سيمي بشپړي ویجاړي کړي دي

خبرونه راپورونه نړۍ نړېوال خبرونه

د اسراییلو په جنوبي سیمو کې د یکشنبې سهار خلک د پراخې ویجاړۍ له صحنو سره مخ شول، وروسته له هغه چې د ایران له لوري توغول شوي توغندي د دفاعي سیستمونو څخه تېر شول او خپلو هدفونو ته ورسېدل؛ دغه بریدونه د روانې جګړې له تر ټولو سختو پېښو څخه بلل کېږي. د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو تر دې وړاندې ویلي وو چې د اسراییلو پر سویلي ښارونو یې د توغندیو نوې څپه پیل کړې ده.د راپورونو له مخې، د عراد ښار کې یو توغندی پر څو پوړیزه استوګنیزه ودانۍ ولګېد، چې له امله یې د ودانۍ ځینې پوړونه په بشپړه توګه ویجاړ شول. له سیمې خپاره شوي انځورونه ښيي چې اور د ودانۍ پورته برخې نیولې وې او د ژغورنې ډلې د ژوندي پاتې کسانو د موندلو لپاره پوړ په پوړ لټون کاوه.چارواکي وایي چې لږ تر لږه اته ودانۍ زیانمنې شوې دي او د چاودنې له امله یوه لویه کنده هم رامنځته شوې ده؛ په همدې ښار کې ۳۱ کسان، چې ۱۸ یې ماشومان دي، روغتونونو ته لېږدول شوي او لږ تر لږه ۹ یې جدي ټپیان دي.همداراز، د اسراییلو روغتیايي مسوولین وایي چې په مجموع کې د دغو بریدونو له امله لسګونه کسان ټپیان شوي دي. په دیمونا سیمه کې هم یو توغندی لګېدلی، چې له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.د بنیامین نتنیاهو په وینا، دا یوه معجزه ده چې په دغه بریدونو کې څوک نه دي وژل شوي. هغه ټینګار کړی چې که خلک پر وخت خوندي ځایونو ته تللي وای، ښايي ټپیان هم نه وای.نوموړي خبرداری ورکړی چې د ایران د سپاه پاسداران او نورو اړوندو ادارو مشران به په نښه کړي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: