تېره اونۍ د رېل پټلۍ له لارې تر ۱۶۳ زره میټریک ټنه زیات توکي انتقال شوي

د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې تېره اونۍ د رېل پټلۍ له لارې ۱۶۳ زره او ۴۳۷ مټریک ټنه سوداګریز توکي انتقال شوي دي. د یاد وزارت په وینا، د حیرتان بندر له لارې ۱۱۷ زره ۲۱۳ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۳ زره ۳۰۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۸ زره ۸۳۸ […]

بشپړه لیکنه

په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسینو درې ورځنی کمپاین پېل شو

د پولیو بېړني مرکز اعلان کړی، چې نن دوشنبه د لېندۍ په ۲۴مه د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد درې ورځنی د واکسین کمپاین پیلېږي. یاد مرکز له کورنیو غوښتي، چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکړي، څو له دې ناروغۍ خوندي پاتې شي.

بشپړه لیکنه

مطیع‌ الله ویسا ته د فساد پر ضد مبارزې او زده کړو په برخه کې نړۍ واله جایزه ورکړل شوه

نن پر نړۍ وال سټېج د قطر د امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني له‌ خوا د افغانستان ځوان او وتلی مدني فعال مطیع‌ الله ویسا ته د فساد پر وړاندې د مبارزې او زده کړو په برخه کې نړۍ واله جایزه ورکړل شوه.ید دې جایزې ورکړه د افغان ولس د وجدان، رښتینولۍ او […]

بشپړه لیکنه