میرویس عزیزی

ميرويس عزيزي، چې د افغانستان له پېژندل شوو سوداګرو څخه دي، يو ميليون افغانۍ د فوټسال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې لوبغاړو ته د جايزې په توګه ځانګړې کړې دي.

نوموړي ويلي، د دې ګام موخه د لوبغاړو هڅونه او د هغوي د لا ښه فعاليت لپاره ملاتړ کول دي. هغه د لوبډلې وروستي بري، چې د ايران له ماتولو وروسته يې د اسيايي ځوانانو د لوبو اتلولي خپله کړه، د افغانستان خلکو ته مبارکي ويلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د […]

بشپړه لیکنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د روان زيږيز کال په لومړيو نهو مياشتو کې د افغانستان او چين ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۷۴۵ ميليونو ډالرو ته رسېدلي دي.

د دغه وزارت چارواکو ويلي، چې له دې شمېرې ۱۸ ميليونه ډالره د افغانستان له لوري چين ته صادرات او ۷۲۷ ميليونه ډالره واردات دي. د نوموړي په وينا، د افغانستان اصلي صادراتي توکي چين ته جلغوزي، وچ زردالو، قيمتي او نيمه‌ قيمتي ډبرې دي، خو له چين څخه افغانستان ته زياتره د کتان ټوکر، […]

بشپړه لیکنه

د سوريې ولسمشر احمد الشرع په نږدې ورځو کې واشنګټن ته سفر وکړي

د سوريې لپاره د امريکا ځانګړي استازي، ټام باراک ويلي، په پام کې ده چې د سوريې ولسمشر احمد الشرع په نږدې ورځو کې واشنګټن ته سفر وکړي. د رويټرز د راپور له مخې، دا به د امريکا پلازمېنې ته د يوه سوريايي مشر لومړني سفر وي. د سپينې ماڼۍ د يوه چارواکي په وينا، […]

بشپړه لیکنه
د غزنی ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلی، چې نږدې ۶۰ ښوونځی او دینی مدرسې په دغه ولایت کې جوړې او یا هم ترمیم شوې دی.

په غزني کې نږدې ۶۰ ښوونځي او ديني مدرسې جوړې يا ترميم شوې دي

د غزني ولايت مقام د رسنيو دفتر ويلي، چې نږدې ۶۰ ښوونځي او ديني مدرسې په دغه ولايت کې جوړې او يا هم ترميم شوې دي. نوموړي دا څرګندونې د يوې خبري ناستې پر مهال کړې او زياته کړې يې ده، چې دا ښوونځي او مدرسې د روان لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې […]

بشپړه لیکنه
خواجه آصف د پاکستان دفاع وزیر

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د بيا پيل په اړه هيله څرګنده کړې ده.

نوموړي د ترکيې او قطر له هغه رغنده رول څخه مننه کړې چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه‌ والي لپاره يې هڅې کړې دي او ويلې يې دي چې دا هڅې به مثبتې پايلې ولري. د هغه په وينا، د افغان وګړو موضوع اوس د لومړي ځل لپاره په نړيواله کچه مطرح شوې […]

بشپړه لیکنه
د افغانستان کرکټ ملی لوبډله نن د زېمبابوې پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه ترسره کوی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د زېمبابوې پر وړاندې د شل اوريزې لوبلړۍ درېيمه او وروستۍ لوبه ترسره کوي.

دغه لوبه د هرارې سپورټس کلب په لوبغالي کې ترسره کېږي او د افغانستان لپاره د لوبلړۍ د درې پر درې بريالۍ پاي ته رسولو مهم فرصت بلل کېږي. افغانستان د دغې لوبلړۍ دوه لومړنۍ لوبې په پرله‌ پسې توګه ګټلې او د اتلولۍ جام يې په خپل نوم کړي دي. د کرېکټ مبصرين وايي، […]

بشپړه لیکنه