د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان پر پکتیا، پکتیکا، خوست او نورستان ولایتونو د هاوان او توپ سلګونه مرمۍ فیر کړې چې له امله یې درې ملکي وګړي شهیدان، درې نور ټپیان او ګڼ شمېر کورنۍ بې ځایه شوې دي.ښاغلي فطرت ویلي، د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ په کوټ کلي کې د هاوان یوې مرمۍ درې ملکي وګړي شهیدان او دوه نور ټپیان کړي دي. همدارنګه د همدې ولایت په شکین ولسوالۍ کې د خلکو پر کورونو او عامه ځایونو د هاوان او توپ څو مرمۍ لګېدلې دي.د نوموړي په وینا، د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر بېلابېلو سیمو هم شاوخوا نوي د هاوان او توپ مرمۍ ویشتل شوې دي.هغه زیاته کړې چې د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ په څو کلیو کې هم د درنو وسلو بریدونه شوي، یو ملکي کس ټپي شوی او ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو کورونو وتلې دي.د فطرت د معلوماتو له مخې، د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په څو کلیو کې هم د هاوان او توپ بریدونه شوي، ځینې کورونه زیانمن شوي او شاوخوا شل څاروي له منځه تللي دي.

فطرت: پاکستان د افغانستان پر څو ولایتونو هاواني او توپچي بریدونه کړي
Total Views:
0