راپورونه وايې چې، د کندهار قول اردو اعلان کړي چې د ياد قول اردو هوايي ځواک به نن د پنجوايي ولسوالۍ په يوه خالي سيمه کې د بمبار تمرينات ترسره کړي.
د چارواکو په وينا، دا تمرين به د هند جوړو ام آي هيليکوپترو، او جنګي الوتکو په وسيله ترسره شي، چې موخه يې د هوايي ځواکونو د جنګي وړتياوو پياوړي کول ښودل شوې ده.
د قول اردو په وينا، د تمرين پر مهال به د ډزو او چاودنو غږونه هم اورېدل کېږي، خو خلکو ته ډاډ ورکړل شوي چې دا د پلان شوې روزنيزې برنامې يوه برخه ده او د اندېښنې ځاي نشته.
Total Views:
0
