پزشکیان: ایران لا هم خبرو ته چمتو دی، خو ګواښونه او محاصره خنډونه دي

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، د ایران اسلامي جمهوریت د خبرو اترو او هوکړې هرکلی کړی او لا هم پر همدې دریځ ولاړ دی.

 

پزشکیان ټینګار کړی، چې د ژمنو ماتول، اقتصادي او سمندري محاصرې او دوامدار ګواښونه د رښتینو او اغېزمنو مذاکراتو پر وړاندې اصلي خنډونه جوړوي.

 

د هغه په وینا، که رښتینې خبرې کېږي، باید له فشار او دوه‌ ګوني چلند پرته وي.

 

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه د ځینو اړخونو بې‌ پایه منافقانه څرګندونې او د ادعاوو او عملي کړنو ترمنځ څرګند تضاد په ښکاره ویني.

 

پزشکیان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي مذاکراتو په اړه بحثونه لا هم روان دي.

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: