هرات کې د تازه مېوو صادرات له ۱۶ میلیونو ډالرو واوښتل

خبرونه

د هرات ولایت چارواکي وایي، په تېرو ۹ میاشتو کې له دې ولایته ۲۲ زره او ۲۴ ټنه تازه مېوې بهر ته صادرې شوې دي. د دغو صادراتو ارزښت له ۱۶ میلیونو ډالرو ډېر ښودل شوی دی.

د هرات ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مېوې بېلابېلو هېوادونو ته لېږل شوې دي. د چارواکو په وینا، دې کار د سیمې د اقتصاد په پیاوړتیا او د بزګرانو د عوایدو په زیاتېدو کې مهم رول لوبولی دی.

د ولایت مقام ټینګار کړی چې هرات د تولید او صادراتو ښه ظرفیت لري او هیله ده، چې د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرېدو سره به د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: