د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ویلي، اروپا به د زورګوییو پر وړاندې تسلیم نه شي او اجازه به ورنه کړي چې د ګواښونو تر اغېز لاندې شا تګ وکړي. هغه ټینګار کړی چې اروپايي هېوادونه به د فشارونو پر وړاندې له کمزورې دریځه چلند ونه کړي.مکرون دا څرګندونې د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم WEF غونډې ته د وینا پر مهال وکړې او ویې ویل، فرانسه او اروپا به په منفعل ډول د زورورو قانون ونه مني.دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي وو، پر هغو اته اروپايي هېوادونو به ۱۰ سلنه تعرفه ولګوي چې د امریکا له لوري د ګرینلنډ د نيولو له طرحې سره مخالفت کړی دی.په دې وروستیو کې د امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي مسایلو ناندرۍ زیاتې شوې دي. د مکرون تازه څرګندونې ښيي چې اروپايي مشران هڅه کوي د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د اروپا سیاسي او اقتصادي خپلواکي وساتي.

مکرون: اروپا به هيڅکله د امريکا د زور په وړاندي تسليم نشې
Total Views:
0