ایران: افغانستان سره تر ټولې اروپا زیات تجارت لرو

خبرونه سوداگري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یوه ایراني خبري بنسټ سره په مرکه کې څرګنده کړې چې د ایران او افغانستان ترمنځ اوسنی سوداګریز حجم تر هغه سوداګرۍ هم لوړ دی چې ایران یې له ټولو اروپايي هېوادونو سره لري.

نوموړي ویلي، د ایران سرحدي ولایتونه د دې توان لري چې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي، او شته سرحدي ستونزې باید د همدې ولایتونو د محلي مسؤلینو له لوري حل شي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې ایران تازه اعلان کړی هره اونۍ به افغانستان ته د زر ټنه سمنټو د لېږد نوې لړۍ پیلوي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: