د پاکستان د پنجاب صوبې ایالتي چارواکو اعلان کړی، چې د دې ایالت په ټولو ولسوالیو کې به د بې پیلوټه الوتکو ضد ځانګړي واحدونه جوړ شي، څو د هوا له لارې امنیتي څارنه پیاوړې کړي.چارواکو ویلي، دغه واحدونه به د ځانګړو بې پیلوټه الوتکو له یوې ځانګړې ډلې څخه په استفادې د ولسوالیو هوايي څارنه کوي او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره به پرله پسې فعالیت ولري.د پنجاب وزیر اعلی ټینګار کړی، چې امنیتي ادارې باید یوازې د ترهګریزو پېښو له رامنځته کېدو وروسته غبرګون و نه ښيي، بلکې د مخنیوي تګلاره خپله کړي. د هغه په وینا، د امنیت ساتنې لپاره مخکیني اقدامات کولای شي د ډېرو احتمالي پېښو مخه ونیسي.د پنجاب ایالت چارواکي وایي، د بې پیلوټه الوتکو ضد نوی سیستم به د سیګنال ګډوونکو وسایلو په کارولو سره د دښمن بې پیلوټه الوتکې او د ورانکارو عناصرو وسایل له کاره وغورځوي.چارواکو همدارنګه ویلي، چې د دغو واحدونو په جوړېدو سره به د پولیسو د هوايي څارنې وړتیا لوړه شي او د عامه امنیت د ټینګښت لپاره به اغېزمن ګامونه پورته شي.

د پنجاب په ټولو ولسوالیو کې د بې پیلوټه الوتکو ضد واحدونه جوړېږي
Total Views:
0