د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، افغان او ازبک سوداګرو د ازبکستان په فرغانه کې د یوې غونډې پر مهال د ۴۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې دي.دا په تېرو څو اوونیو کې د افغان او ازبک سوداګرو ترمنځ څلورم ځل دی چې د مېلیونونو ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک کېږي.اسلامي ا. د دواړو هېوادونو ترمنځ دا هوکړې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا او پرمختګ لپاره یو مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې دا ټولې هوکړې په سوداګریزه برخه پورې تړاو لري.همدارنګه پرون د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ازبکستان سره د درملو د سوداګرۍ په برخه کې د ۵۰۰ مېلیونه ډالرو سوداګریز هدف ته رسېدل خپل لومړیتوب بللی و.د ازبکستاني پلاوي او افغان چارواکو ترمنځ د درملو د وېش پر غوره معیارونو، له سترو درمل پلورونکو سره پر مستقیمو اړیکو، او د ګډ کاري ټیم پر جوړولو هم خبرې شوې دي.

افغان او ازبک سوداګرو د ۴۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ هوکړې لاسلیک کړې
Total Views:
0