زمونږ په اړه

د شعور خبري اژانس اصول 

د شعور خبري اژانس ټول خبریالان یا ددې ویبپاڼې ټول همکاران باید دا اصول په پام کې ونیسي:

دقت

د شعور نیوز او خبري اژانس ژورنالېستان به تر وسه هڅه کوي چې د انټرنټ له لارې د وړاندې کېدونکو مطالبو په شمول یې ټول راپورونه او خبرونه دقیق او کره وي. که په کوم مشخص مورد کې شک یا اختلاف موجود وي، خبري معلومات باید لږ تر لږه د دوو خپلواکو سرچینو پر اساس برابر شي. د شعور خبري اژانس خبریالان او همکاران دې داسې مطالب نه خپروي چې د اوازو یا ناتایید شویو معلوماتو پر اساس وي.
که په کوم مطلب کې تېروتنه وشي، نو ژر تر ژره به یې اصلاح کړي.

بې پلوي

معلومات له واقعیتونو سره سم وړاندې کېږي چې د پېښو او مسایلو په هکله د خلکو د پوهېدو سطحه لوړه شي او کوم لور ته له تمایل او تحریفه پرته وضاحت په منځ کې وي.

د شعور خبري اژانس خبریالان به په دقت سره مخالف یا متفاوت نظرونه په داسې ډول وړاندې کوي چې په ټولو مسئلو کې یې انډول ساتلی وی. که د راپور د اڼدول ساتلو لپاره د یوې ډلې یا شخص نظر مهم وي او هغه له څه ویلو ډډه کوي، مناسبه ده چې په راپور کې یې یادونه وشي.

شعور خبري اژانس د کومې ډلې، تنظیم او نورو سازمانونو که هغه په داخل کې وي یا خارج کې، د هېڅ سیاسي ګوند ملاتړ نه کوي او نه د کومې سیاسي، قومي یا مذهبي نظریې تبلیغ، تایید یا سپارښتنه کوي.

تحلیل، تبصره او سرمقاله

ټول راپورونه او نور مطالب باید د موضوع د سابقې په باب ضروري معلومات او توضیحات ولري چې له لیدونکو سره د موضوع په ښه پوهېدو او د وړاندې شویو معلوماتو د نتیجو په رسولو کې مرسته وکړي.

ژورنالېستان باید خپل شخصي قضاوت یا نظر په راپورونو کې شامل نه کړي.

په مجموع کې باید له تبصرو ډډه وشي. شعور خبري اژانس غوره بولي چې شخصي نظریې وڅېړل شي.


د درناوي اصل، نرمه او معتدله ژبه

د خپرونو وړاندې کوونکي او د مطالبو لیکونکي باید تل له نرمې او معتدلې ژبې کار واخلي چې ټولو اسلامي او انساني حقونو ته د درناوي د اصل د رعایتولو او د منطقي دلایلو پر اساس د متمدن سلوک ښکارندوی وي. په خپرونو او مطالبو کې باید داسې مواد شامل نه وي چې د کوم چا یا ډلې مذهبي، قومي، اجتماعي – اقتصادي یا کلتوري باورونو ته سپکاوی ګڼل کېږي او باید په ټولو مطالبو کې د احترام او ادب معیارونه رعایت شي.

په مطالبو او خپرونو کې باید داسې مواد شامل نه وي چې لمسوونکي وي یا تاوتریخوالو ته د خلکو احساسات وپاروي. د ناکراریو یا د کړکېچن حالت په اړه خپرونې باید انډولې او د حقیقت پر اساس وي.

اخلاقي اصول

د شعور خبري اژانس د مطالبو چمتو کوونکي او د دې اژانس د پروګرامونو همکاران باید په خپل سلوک او چلند کې لوړ اخلاقي اصول رعایت کړي. دوی باید له افرادو، ډلو، د دې اژانس د خپرونو د ساحې په داخل یا ورڅخه دباندې له سیاسي یا تجارتي موسسو سره په خپلو اړیکو کې د شخصي ګټو له شاملولو څخه په خاص ډول ځان وساتي.

د شعور خبري اژانس کارکوونکي او همکاران باید په هېڅ صورت د دې اژانس له نوم او اعتباره د شخصي ګټو او شهرت لپاره کار وانخلي.

حقوقي او قانوني اعلامیهٔ

۱. د قوانینو اطاعت او درنښت:
شعور خبري آژانس په کلکه اعلانوي چې ټول فعالیتونه، خپرونې او خدمات به یې د افغانستان اسلامي امارت د نافذو قوانینو، مقرراتو او لارښوونو سره سم تطبیق او تطابق ولري. موږ د ملي قوانینو او اداري مقرراتو درنښت ته ژمن یو.

۲. د اسلام مبارک دین د ارزښتونو او اصولو مراعتول:

موږ پابند یو چې هېڅ ډول مواد، مضمون یا کړنه چې د اسلام مبارک دین، احکامو او اسلامي ارزښتونو پر ضد وي نشر، خپور یا ترویج نه کړو. هغه ټول محتوا چې زموږ له خوا خپریږي به د اسلامي اخلاقو او فرهنګي دودونو په رڼا کې برابر شي.

۳. مسئولیت او څارنه:
شعور خبري آژانس د خپرو شویو مطالبو د کره‌والي لپاره هڅه کوي او هر ډول توهین، افترا، تشویش یا د عامه نظم او امنیت خلاف مواد د خپرېدو دمخه نیغ په نیغه کنټرول او سمون ته وړاندې کېږي. که کوم مواد د قوانینو یا اسلامي اصولو خلاف وپیژندل شي، موږ حق لرو چې هغه سمدستي لرې یا اصلاح کړو.

۴. له رسمي ارګانونو سره همکاري :

په هغه صورت کې چې رسمي ادارې یا قانوني ارګانونه د معلوماتو، همکارۍ يا وضاحت غوښتنه وکړي، موږ به د نافذو قوانینو او مقرراتو مطابق له هغو سره همکاري وکړو.

۵. شکایت، راکړه او اصلاحات:
که څوک په محتوا یا کړنو کې د قوانینو او اسلامي ارزښتونو خلاف والی ویني، کولی شي زموږ د اړیکې په برخه کې ذکر شوي رسمي لارو سره شکایت ثبت کړي. موږ به ټول شکایتونه وارزوو او که لازم وې عاجل اقدامات ترسره کوو.

۶. ځواب‌ګويي او محدودیتونه:
شعور خبري آژانس د خپرونو د محتوا د سمون او د درغلي موادو د مخنیوي لپاره مناسبه هڅه کوي؛ خو د پوره احتمالي تېروتنو، ناسمې معلوماتو یا د خارجي سرچینو د بدلون له امله بشپړ تضمین نه شي ورکولی. په هر حالت کې زموږ عمل به د نافذو قوانینو او اسلامي اصولو پر بنسټ وي.

۷. تعدیل او نافذیت:
دا حقوقي او قانوني اعلامیه د ادارې له خوا په هر وخت کې د اړونده قوانینو د تطابق لپاره تعدیل کیدای شي؛ د تعدیلاتو وروستي متن به په ویب‌سایټ کې خپور شي او د خپرېدو نېټه به پکې واضح شي.