د اسلام اباد ښار له نږدې یوې اونۍ راهیسې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو د کوربه توب لپاره په بشپړ چمتووالي کې دی، خو تر اوسه د خبرو هېڅ نښه نه ده لیدل شوې.
سره له دې، په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او ډېری لارې تړل شوې دي، چې له دې سره یې د ځايي اوسيدونکو ژوند او کاروبار سخت اغېزمن شوی.
پاکستاني چارواکي وايي، دا تدابیر ښايي ژر پای ته ونه رسېږي، ځکه د امریکا او ایران ترمنځ خبرې هر وخت پیل کېدای شي.
د یوه چارواکي په وینا، دوی ته لارښوونه شوې چې د دواړو هېوادونو د پلاوو هرکلي ته هر وخت چمتو واوسي.
اوسنی وضعیت د ښار د اوسېدونکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی او ګڼ کسان د لارو د بندښت له امله له ستونزو سره مخ دي.
Total Views:
0
