ټرمپ: چين د هرمز تنګي په پرانيستلو زیات خوشحال دی

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې چین د دې پرېکړې هرکلی کړی چې د هرمز تنګی به د تل لپاره خلاص وي او دا اقدام یې د چین او نړۍ په ګټه بللی دی.

 

ټرمپ په خپله خواله رسنۍ لیکلي چې دغه وضعیت به نور هېڅکله تکرار نه شي او ادعا یې کړې چې له ایران سره د وسلو د لېږد په اړه موافقه شوې ده.

 

نوموړي همدارنګه د چین د ولسمشر شي جین‌ پینګ په اړه ویلي چې هغه به یې د څو اونیو وروسته د لیدنې پر مهال په غېږ کې ونیسي، او زیاته کړې یې ده چې دواړه هېوادونه په ښه ډول همکاري کوي.

 

ټرمپ په پای کې ویلي، آیا دا له جګړې غوره نه ده؟ خو که اړ شو، موږ د جګړې کولو لپاره هم ډېر قوي یو.»

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: