اکسيوس: ټرمپ له ایران سره هوکړه غواړي، خو د جګړې د بیا پیل لپاره هم چمتو دی

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

یوې امریکايي رسنۍ اکسوس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي، خو په ورته مهال د جګړې د بیا پیل لپاره هم بشپړ چمتووالی لري.د راپور له مخې، د ایراني چارواکو وروستي چلند ټرمپ خوابدی کړی او هغه یې له یوه ستونزمن سیاسي او پوځي حالت سره مخ کړی دی. امریکايي چارواکي وایي، لاهم روښانه نه ده چې د خبرو لومړی پړاو به کومه مهمه پایله ولري که نه، خو هیله شته چې دا ناسته به یوازې تشریفاتي نه وي.د سرچینو په وینا، یوې احتمالي هوکړې ته رسېدل ښايي څو اوونۍ، او ان څو میاشتې وخت ونیسي. همداراز که اړتیا پېښه شي، د اوربند موده به د دوو نورو اوونیو لپاره هم وغځول شي، خو دا کار به یوازې هغه وخت وشي چې د امریکا د پلاوي مشر له خبرو د پام وړ پرمختګ ترلاسه کړي.ځینې شنونکي د لوړپوړي امریکايي پلاوي استول د واشنګټن د جديت نښه بولي، خو یو شمېر نور بیا اندېښنه لري چې ښايي دا ګام له وخته مخکې پورته شوی وي.بل لور ته، پخواني امریکايي چارواکي وایي ایران هڅه کوي په خبرو کې له بېلابېلو فشار وسیلو کار واخلي، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي له ستراتیژیک موقعیت څخه. همدارنګه ویل شوي، ټرمپ مخکې تهران ته خبرداری ورکړی و چې په خبرو کې دې له چل او فریب څخه کار نه اخلي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: