د ايران- امريکا او اسراييلو د اوربند سره سم د تيلو بيې په نړیوال بازار کې راټیټي شوې

خبرونه ګټور خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

د سي‌ بي‌ اېس خبري شبکې راپور ورکړی، چې د تېرو یوه میاشتې جګړې وروسته، چې د نړۍ‌ والې تېلو سوداګرۍ ته یې زیان رسولی و، د متحده ایالاتو، اسراییل او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند د اعلان وروسته مالي بازارونه د ښه والي نښې وښودې.د راپور له مخې، د اېس‌ انډپي ۵۰۰ راتلونکې معاملې د سې‌ شنبې تر ناوخته ۲.۳ سلنه لوړ شوي، او د اسیا بازارونو شاخصونه هم په پام وړ پرمختګ وکړ؛ د توکیو نیکي ۲۲۵ شاخص ۵.۱ سلنه او د هانګ کانګ هانګ‌ سنګ شاخص ۲.۴ سلنه زیات شوی دی.د تېلو بیې هم د اوربند له اعلان وروسته راټیټې شوې؛ د متحده ایالاتو د وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ شاخص ۱۴.۳ سلنه راکم شوی او د هر بېرله بیه شاوخوا ۹۷ ډالرو ته ورسېده. همدارنګه د برنېټ خامو تېلو نړۍوال شاخص ۱۳.۱ سلنه راښکته شوی او شاوخوا ۹۵ ډالرو ته رسېدلی دی. سره له دې، د تېلو بیې لا هم د جګړې له پیل مخکې کچې ته په پرتله لوړې پاتې دي؛ د جګړې له پیل یوه ورځ وړاندې، وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ شاخص نږدې ۶۷ ډالره او برنېټ شاخص ۷۲ ډالره په هر بېرله معامله کېدل.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: