ټرمپ غواړي د خپلې کابينې يو شمېر غړي له دندو ګوښه کړي

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

پنځو باخبره سرچینو رویټرز ته ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوی څارنوال پام بونډي له ګوښه کولو وروسته د خپلې کابینې د پراخو بدلونونو په اړه غور کوي. دغه اقدام د ایران سره د جګړې د سیاسي پایلو او د سپینې ماڼۍ د اوسني وضعیت د بیا برابرولو لپاره وړاندیز شوی، څو د راتلونکو سختو سیاسي او اقتصادي حالاتو پر وړاندې ادارې چمتو وي.تر اوسه روښانه نه‌ ده چې د کابینې کوم غړي به ګوښه شي، خو د ملي استخباراتو مشره تولسي ګبرد او د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټنیک ښايي له دندو ګوښه شي. سرچینو ویلي، چې ټرمپ په وروستیو میاشتو کې د ګبرد له کار کولو خوښ نه و او له خپلو نږدې کسانو یې د ملي استخباراتو د مشرتابه لپاره د بدیلو کسانو په اړه نظرونه غوښتي دي. ټرمپ مخکې هم پام بونډي او د کورني امنیت وزیره کریستي نوم له دندو ګوښه کړي دي.د راپور له مخې، جګړه چې پنځه اوونۍ مخکې پیل شوې، د تېلو بیې یې لوړې کړې، د ټرمپ محبوبیت یې کم کړی او د نومبر د منځ‌ مهاله ټاکنو نه مخکې یې د جمهوري غوښتونکو لپاره اندېښنې زیاتې کړې دي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: