د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې د هغه د مېرمنې په اړه یې کړې وې، او ویلي یې دي چې دا خبرې، نه مودبانه وې او نه د معیار وړ.مکرون د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، د ټرمپ دغه ډول شخصي څرګندونې د ځواب وړ نه دي او په داسې حساسو نړیوالو شرایطو کې باید د مشرانو خبرې له درنښت او مسوولیت سره مل وي.دا غبرګون وروسته له هغه راپارېدلی، چې ټرمپ د یوې ناستې پر مهال ويلي و چې د مکرون په مخ د هغه د مېرمنې د څپيړي داغ لاهم ندی جوړ شوی .دا راپور داسې مهال خپرېږي، چې فرانسه په منځني ختیځ کې د امریکا له پوځي دریځ څخه واټن نیولی او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره یې هم د زور کارول غیرواقعي بللي دي. مکرون ټینګار کړی، چې د سیمې کړکېچ باید د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي، نه د جګړې له پراخېدو سره.

مکرون د خپلې مېرمنې په اړه د ټرمپ څرګندونو ته توند غبرګون وښود
Total Views:
0