فطرت: پاکستاني ځواکونو پر سرحدي ولایتونو هاواني او توغندیز بریدونه کړي

خبرونه کورني خبرونه

د ا.ا مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وايي چې د پاکستان پوځي رژیم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نورستان، خوست، کونړ او پکتیا ولایتونو په یو شمېر سیمو کې د عامو خلکو پر کورونو د هاوانونو او توپونو بریدونه کړي دي.نوموړي ویلي، په دغو بریدونو کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او نهه نور ټپیان دي.د هغه په وینا، د پاکستاني رژیم د ړندو بمباریو له امله د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ ځایه شوې دي او خوندي سیمو ته یې پناه وړې ده.بې‌ ځایه شوي خلک وايي، د پاکستان پوځي رژیم ډېری وخت د ملکي وګړو کورونه په نښه کوي چې له امله یې د سرحدي سیمو اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: