د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، چې د هېواد د توغندیو پروګرام لا هم پر خپل حال پاتې دی او د دوی ځواکونه لا هم په پراخه کچه توغندي توليدوي او کاروي. د سپاه چارواکو ټینګار کړی چې د وروستیو بریدونو او فشارونو سره سره د ایران د توغندیز ځواک وړتیا نه ده له منځه تللې.د ایران یو شمېر لوړپوړو چارواکو هم ویلي، چې د امریکا او اسراییلو هغه پلانونه چې غوښتل یې د ایران پوځي وړتیاوې کمزورې کړي، بریالي نه شول. د دوی په وینا، ایران به خپله پرېکړه کوي چې روانه جګړه څه وخت او په کومو شرایطو پای ته ورسوي.بل لور ته د ایران د بهرني سیاست سلاکارانو ویلي، چې د اوسني وضعیت له امله له امریکا سره د خبرو اترو امکان ډېر کم شوی دی. د دوی په وینا، د ایران پوځ د هر ډول احتمالي سناریو لپاره چمتووالی لري او د اوږدې جګړې لپاره یې هم خپل پوځي پلانونه برابر کړي دي.شنونکي وایي، د ایران د چارواکو وروستۍ څرګندونې ښيي چې تهران غواړي نړۍ ته دا پیغام ورکړي چې د پوځي فشارونو له لارې یې د توغندیو پروګرام نه شي درول کېدای. دوی زیاتوي چې د ایران او لوېدیځ ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو سره به د سیمې امنیتي وضعیت هم لا پېچلی شي.

ایران: د توغندیو پروګرام مو لا هم فعال دی، د اوږدې جګړې لپاره چمتووالی لرو
Total Views:
0