د هند په ګجرات کې د یوه افغان مړی موندل شوی

خبرونه

د هند د ګجرات ایالت په وادودارا ښار کې د یوه افغان زده‌کړیال، بین‌الله ضیا، مړی په خپله خونه کې موندل شوی دی.

پولیس وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې ښایي دا پېښه ځان‌وژنه وي، خو د مړینې اصلي لامل به د عدلي طب له څېړنو وروسته څرګند شي.

۳۴ کلن بین‌الله ضیا څو کاله وړاندې هند ته تللی و او د وادودارا ښار په یوه پوهنتون کې یې د معمارۍ (ودانیزې) په څانګه کې زده‌کړې کولې. د هغه مړی د شنبې په شپه په خپل استوګنځي کې وموندل شو.

د پولیسو په وینا، د پېښې د لا روښانتیا لپاره د نوموړي ټیلیفون معلومات هم تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.

د ضیا ملګرو ویلي، کله چې یې څو ځله د هغه د خونې دروازه وټکوله خو ځواب یې ترلاسه نه کړ، نو پولیسو ته یې خبر ورکړ. پولیسو له دروازې د ننوتلو وروسته د هغه مړی وموند.

Total Views: 2
له نورو سره یې شریک کړئ: