د سوداګرېزو لارو بندښت؛ ورځ تر بلې په اسلام اباد فشارونه لوړېږي

د سوداګرېزو لارو بندښت؛ ورځ تر بلې په اسلام اباد فشارونه لوړېږي

خبرونه

د مستعمیره خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته پر اسلام‌ اباد فشارونه په دوامدار ډول ډېر شوي او تمه شته چې دغه فشارونه به په پای کې کومه مثبته پایله ولري.

په همدې مهال، د دواړو هېوادونو سوداګر ټینګار کوي چې د لارو بندښت زرګونو کارګران بې روزګاره شوي.

د اکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، د سرحد دواړو غاړو کې سوداګریز فعالیتونه نږدې په ټپه ولاړ دي او ګڼې کورنۍ د ورځني ژوند د لګښتونو په پوره کولو کې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

د مستعمیره خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس یوسف اپریدي ویلي چې د تګ راتګ لارې لا هم تړلې دي او «د لویې لارې په اوږدو کې د مال وړونکي موټرونو اوږده لیکې ولاړې دي، او کاروبار په بشپړه توګه درېدلی دی.»

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: