د مستعمرې پښتونخوا د بنو د مومندخیل په سیمه کې د پاکستاني پوځ یوه بم غورځوونکې ډرون نسکوره شوې ده.
د تحریک رسنیز ګروپ ویلي، دغه ډرون نن هغه مهال د پوځ له لوري الوزول شوې وه چې د پاکستاني ځواکونو د محاصرې د ماتولو هڅه یې کوله، خو د تحریک وسلوالو په نښه کړې او نسکوره کړې ده.
راپورونه وايي، پاکستاني پوځ او ملیشې نن سهار د مومندخیل په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو هڅه وکړه، خو د تحریک وسلوالو له سخت مقاومت سره مخ شول.
د جګړې له شدت وروسته، پوځیان د ملکي خلکو کورونو ته ننوتي او هلته یې مورچې نیولي دي.
ځايي سرچینې وایي، د جګړې غږونه لا هم اورېدل کېږي او د سیمې اوسېدونکي د وضعیت له خرابېدو اندېښمن دي.
سرچینې همدارنګه زیاتوي، چې د پښتونخوا د ګڼو سیمو څخه د تحریک وسلوال د بنو مومندخیل پر لور روان دي، او اټکل کېږي چې جګړه نوره هم پراخه شي.
Total Views:
0
